خبرونه

  •  زابل کې ۱۵۰ بځايه شوو او راستنو شوو کورنيوسره مرسته وشوه
    دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د زابل ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۵۰ بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيوسره دخوراکي او غيرې خوراکي موادو مرسته وشوه. د يادو کورنيو له ډلې ځينې يې دجګړو له امله او يو شمېر نورې يې له...
  •  فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه
    د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لور ې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۶۲ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه. يادې کورنۍ،چې دسېلابونو له امله زيانمنې شوې وې د تېرې يکشنبې په ورځ د وري په ۴مه هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو...
  •  غور کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
    د (ACF) موسسې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۸۰ بېځايه شوې کورنيوسره وروسته مرسته وشوه. يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د چهارسدې او دولت يار ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ هرې کورنۍ ته ديوې اندازې...
  •  هلمند کې۴۶۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
    د (ASF) موسسې له لورې د هلمند ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۶۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه. يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله دبېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې دوشنبې په ورځ د وري په ۵ مه هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰...
  •  کندهارکې ۳۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
    د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې دکندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه. يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلوسيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ د وري دمياشتې په ۵مه هرې...
نور

شمېرې

راستنېدونکي

د ۲۰۱۹ کال د فبورۍ  په مياشت کې  په ټوله کې  ۲۵۵۶۱ تنه له ايران او پاکستان څخه دميلک،اسلام قلعه،سپين بولدک او تورخم له لارې او  ۱۲۶۵ تنه د اورپايي اونوروهېوادونو څخه د حامد کرزي دنړيوال هوايي ميدان له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي،چې ځينېو سره يې د اړندو ادارو له لوري مرستې ترسره شوي.

په ۲۰۱۹ کال کې له ايران او پاکستان هېوادونو دهغه راستنېدونکو  افغان کډوالو شمېر،چې دکډوالۍ قانوني اسناد يې درلودل  ۱۸۲ او هغه چې دکډوالۍ قانوني اسناد يې نه درلودل ۶۱۱۵۱  تنوته رسيږي.

په ټوله کې د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېرپه ۲۰۱۹ کال کې ۶۳۴۴۹  تنو ته رسيږي،چې  ۳۲۲۶۰ تنه يې په جبري توګه راويستل شوي او ۳۱۱۸۹  تنه يې په خپله خوښه هېوادته راستانه شوي دي.

د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر د ۲۰۰۲ کال څخه تر اوسه ۹۷۲۸۶۶۳  تنوته رسيږي.

داخلي بېځايه شوي

د ۲۰۱۹ کال  په  فبورۍ مياشت کې په ټوله کې ۲۶۸۱۰ تنه له جګړو او نورو ستونزو له امله دخپلو اصلي سيموڅخه بېځايه شوي و،چې زياتره يې بادغيس،هلمند،کندزو،فارياب،فراه،بلخ،نورستان،ننګرهار،سرپل او کنړولايت اوسېدونکي دي،چې په دغه موده کې ۵۵۷ تنه يې بېرته خپلو اصلي سيموته ستانه شوي او ۸۰۳۳  تنه يې داړندو ادارو له لوري دعاجلومرستوڅخه برخمنې شوي دي.

په دې توګه د ۲۰۱۹ کال ټول داخلي بېځايه شوي افغان کډوالو ۱۹۸۰۶۵ تنوته رسيږي او ۳۹۴۸ تنه يې بېرته خپلو اصلي سيموته ستانه شوي دي.

دکارموندنې اعلان

داوطلبۍ

آگاهی

داطلاعاتو واعامه اړیکو ریاست د عامه پوهاوې پروګرام